IQNA

حزب الله :امریکا نوره پر اوسنۍ نړۍ  سلطه نه لري

16:20 - April 24, 2023
د خبر لمبر: 3487233
ایکنا-(تهران)د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ د مرکزي شورا یو مسئول مقام ددې خبرې په کولوسره چې په سیمې کې روان تفاهمونه،د پرَدَیوله لاسوهنې سره دمقابلې لپاره یو ډير مهم فرصت دی،ووئيل؛ د امریکا د سلطې او باؤؤ دوران پاي ته رسیدلی او نوي قواعد  دتثبیتیدا په حال کې دي.

ایکناخبری آژانس د العهد له قوله راپور راکړ،د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ د مرکزي شورا یوه مسئول مقام شیخ حسن البغدادي  بیګا ماښام  دلبنان په جنوب کې په انصار ښارګي کې په یوې وینا کې ټينګار وکړ،چې حکومتونه باید دسیمې له بدلونونو او په امنیتی ،سیاسي او اقتصادي سویو کې له تفاهمونو څخه په نهایت کې د پرَدَیو له لاسوهنې سره  د مقابلې استفاده وکړي.

هغه  ددې خبرې په کولو سره  چې  په سیمې  کې د پرَدیو لومړنۍ او وروستۍ اندیښنه او فکر  د اسلامی هیوادونو ترمینځ  دنښتو اوتاؤتریخوالو د ساتلو په اساس، د دوي دشخصي ګټو ساتل دي ، ووئيل، دوي  غواړي دغه نښتې  د هیوادونو د حاکمیّت دخلاف ورزۍ او دشتمنیو د نغرلو لپاره   یوه لاره چاره شي ، حتی که دغه چاره د یوه هیواد  د نابودۍ او د زرګونو کسانو د شهیدیدا یا ټپی کیدا  سبب  هم شي .

شیخ البغدادي  همداراز  د امریکا له سلطې څخه  د وتلو  او د ملی حاکمیّټ د تثبیتولو او د شرطونو داعمالولو لپاره د  خپل هیواد قدرت ته  اشاره وکړه  او وې وئيل، نن سبا امریکا دخپل قدرت او برلاسي ډيری پاڼې  له لاسه ورکړي دي په  هغو کې یو دا چې  د اسرائيلو موقته رژیم  هم کمزوری شوی او  په وروستیو میاشتو کې  دهغه دننه  درز لازیات رابرسیره شوی دی.

 هغه دغه راز زیاته کړه، د اوکراین او روسیې په جنګ کې  دلویدیځوالو  ماته او د سیمې دهیوادونو ترمینځ د اړیکو پراختیا او زیاتیدا ښئ چې  نړۍ نوره د امریکا  دباؤؤ او بدماشۍ له سلطې په ژغوریدا ده ،  او د څو قطبونو په لاره کې او  دغه راز د یوداسې تعامل  نوي قواعد په رامینځةکیدا دي چې  بحران ځپلي امریکا به پکې بریالۍ نشي .

https://iqna.ir/fa/news/4136252/%

captcha